اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د هندي ظلم او ??رب??يت او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد د پاكستان غږ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته په رسولو د رېذيډنټ كوآ??ډي??ېټر جولېن هارنيز مننه كړې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د كشمير يووالي ورځې په موقع د پاكستاني اولس لخوا د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د پاكستان كوآ??ډي??ېټر ته وړاندې كړے شوے يادښت د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر دفتر ته رسول شوے دے. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د دې خبرې تصديق رېذيډنټ كوآ??ډي??ېټر جولېن هارنيز د بريښنا ليك د لارې كړے. هغې ووئيل چې د كشميريانو په حق كښې غږ د نړۍ تر ټولو لوي فورم ته په رسولو د جولين هارنيز مننه كوم چې په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د هندي ظلم او ??رب??يت او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد ئې د پاكستان غږ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته رسولې.