اسلام آباد ۔ 14 اپریل (اے پی پی) پاك چين اړيكې يو وارې بيا په ??خت وخت كښې ازمائېلې شوي۔ كوم وخت چې نړۍ د کورونا وائرس (کوېډ 19) چېلنج سره مخ وه دغه وخت چين نه يواې ووهان كښې د پاكستانو زده كوؤنكو خيال ساتلې بلكې پاكستان كښې په كورونا وائرس قابو موندلو له ئې په ??ېړني بنيادونو ضروري طبي مرسته او د خپلو ډاكټرانو او پوهانو يوه ډله پاكستان ته هم راولېږله۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر له مخې د چين پوهانو (ډاكټرانو) يوه ډله كومې چې چين كښې لږه موده وړاندې د كورونا وائرس په ??د كامياب جنګ كښې برخه اخستې وه د پاكستان په ??وره ده۔ د چين پوهانو او ډاكټرانو ډلې اسلام آباد ، پېنډۍ ٬ كراچۍ ٬ لاهور او كے پي كے كښې ډاكټرانو ٬ اعلی حكومتي او د روغتيا وزارت چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د كورونا وائرس مخنيوي او دې څخه تحفظ له چين تر دې دمه پاكستان ته 529924 اېن 95 ماسک ، 33744 حفاظتی ??وټ?? ،10 زره كټس ، 1558379 میډیکل ماسک ، 36 وېنټیلېټر ، 180 تھرمامیټر ، 100 تھرمل اسکېنرز ، 24900 کلوز، 59376 ګوګلز ، 10 زره لېټر سینیټائرز او 1442 کلو د حفاظت?? سامان جوړولو سامان رالېږلې۔ دغسې چين ګلګت بلتستان له هم طبي سامان رالېږلې وو كوم كښې چې 5 وینټیلټر ، 2 لکه ماسک ، 2 زره اېن 95 ماسک ، 2 زره ټېسټنګ کټس او 2 زره حفاظتي ??وټ?? شامل وو۔ دا سامان د چورلكو د ل??رې د ګلګت بلتستان بېلو برخو ته رسولې شوې