اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ
اسلام آباد ۔ 2 ستمبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوا?? وئيلي دي د وزیر ا??ظم عمران خان په کال په سترو لارو د قام نيم ساعت احتجاج د نړيوالې ميډيا د پام مركز وګرځېدو۔ د مقب??ضه كشمير د اولس ځانګړې قربانۍ او د وزيراعظم عمران خان د اخلاص سفارتكاري په ګرده نړۍ كښې خپل رنګ ښائي۔ د هند د هڅو باوجود نه خو د ??و آئي سي غږ غلې كړې شو او نه د سلامتي كونسل د غونډې مخه ونيولې شوه۔ د اروپائي پارلمان په ايجنډا د كشمير په مسئله بحث كېدل زمونږ د كاميابې سفارتكارۍ عملي ثبوت دې۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئي?? د ??زیر ا??ظم عمران خان په کال په سترو لارو د قام احتجاج د نړيوالې ميډيا د پام مركز وګرځېدو۔ دا ټولو لپاره يو سبق دې چا چې د قوم ريښتنې جذبو پسې خندا كړې ده۔ دې ووئيل د مقب??ضه كشمير د اولس ځانګړې قربانۍ او د وزيراعظم عمران خان د اخلاص سفارتكاري په ګرده نړۍ كښې خپل رنګ ښائي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل نن نړۍ د مظلوم كشميري اولس په حق كښې پاكستان سره په ګډه غږ پورته كوي۔ د هند د هڅو باوجود نه خو د ??و آئي سي غږ غلې كړې شو او نه د سلامتي كونسل د غونډې مخه ونيولې شوه۔ دې ووئيل د اروپائي پارلمان په ايجنډا د كشمير په مسئله بحث كېدل زمونږ د كاميابې سفارتكارۍ عملي ثبوت دې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هندي بې بنسټه دريځ ټولې نړۍ ته په ډاګه شوې چې كشمير د دوئي كورنۍ مسئله ده