اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د خارجه د??تر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي حکومت او ټول سياسي ګوندونه د مقبوضه كشمير په صورتحال يو موټې دي٬ د كشمير پرېكړه به د كشميري اولس د خوښې له مخې كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه د??تر وياند ډاكټر محمد فېصل د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې اطلاعات ته د رسنې سنجيده مسئله پېدا شوې او د ځائي خلقو يو بل سره رابطه ن?? كېږي۔ ده ووئيل د صحت ??سانيو ته رسنه ن?? وركړې كېږي٬ د داروګانو كمې دے٬ ده ووئېل ډاكټران د كار نه منع كولې شي٬ د صحت پحقله د اېمرجنسي پېدا كېدو اندېښنه د??۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو ادارو ته خواست كوٶ جې د صحت ??سانيو او اطلاعات ته رسنه وركړي۔ ده ووئيل دلته د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير آئيني صورتحال د ټولو په وړاندې واضحه دے د دې موازنه د هند لخوا د آرټيكل 370 خاتمې سره نشي كېدلې