اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د دوهم نېول چيف (ټرېننګ اېنډ وېوليوشن) په خاص بلنه د پاکستان نېوي کېډټ کالج اورماړا او د جناح نېول بېس اورماړا يو ورځنۍ دوره كړې ده ۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په اورماړا ايئر بېس او پاكستان نېوي كې??ټ كالج اورماړا ته په رسېدو د پاكستان نېوي لوړو پوړو او د كې??ټ كالج پرنسپل كموډور مسع??د الحسن د وفاقي وزير تود هركلې وكړو۔ په د?? موقع كموډور مسع??د الحسن وفاقي وزير ته په كالج كښې د پاتې كېدو ٬ آسانيو او د بېلا بېلو پروګرامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په د?? موقع وفاقي وزير ته په خاص توګه بلوچ كې??ټس لپاره د اېن كې??ټ سكيم په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ په د?? موقع وفاقي وزير د كالج د بېلا بېلو برخو څارنه هم وكړه۔ وفاقي وزیر د پي اېن اېس درمان جاه هم دوره وكړه كوم چې ځائي ابادۍ لپاره د درملنې ??سانيو لپاره د پاكستان نېوي روغتون دے۔ وفاقي وزير د جناح نېول بېس اورماړا دوره هم وكړه ۔ د دورې په پائې كښې وفاقي وزير د بلوچو په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره د تعليم او صحت په څانګو كښې د پاكستان نېوي د هلو ځلو ستائنه وكړه