اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل سري لنکا كښې د ځينې پاكستانيانو نيولو په اړه د هندي ميډيا ريماركس بې بنسټه او غېر ذمه واره ګرځولو سره رد كړې دي ٬ ده ووئيل د هند ميډي?? د ??اكستانيانو د نيلو سري لنكا كښې د اوسنيو پېښو سره د تړلو هڅه كوي ۔ وياند ووئيل دا ډول هڅې د پاكستان بدنامولو او د حقائق په بدل شكل وړاندې كول د هندي ذهنيت عكاسي ده ۔ وياند ووئيل د سري لنكا چ??رواكو له مخې 7 پاكستانيان د زائد المعياد وېزے په بنياد نيولې شوې ٬ دا يوه قونصلر معامله ده كومه چې هندي ميډيا تا?? راتاٶ كړې ده ۔ وياند ووئيل د سري لنكا قيادت هم د ګنګوسو او غېر ت??دي?? شوې راپورونو څخه د ډډې كولو وئيلي دي