اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د قبائلي ضلعو د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې پروګرام منېجر شكيل اقبال ??ئيلي دي قطبي وزيرستان ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ خېبر ايجنسۍ ٬ اوركزئۍ او كرم ايجنسۍ كښې د ځپلې شويو كورونو مستحقينو له 3.4 ارب روپۍ ريليف ډپيارټمنټ ته منتق?? كړې شوې دي۔ ده د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې په قطبي وزيرستان كښې د 4 زره ځپليو كورنيو ترمينځھ رقوم وېشلې شوي دي او په باقي پاتې ضلعو كښې به ډېر زر د فنډ وېش پې?? كړې شي۔ ده ووئيل د ځپلې شويو كورنيو لپاره دا رقوم وېشلې شي كومو لپاره چې د 3.4 ارب روپو فنډز ريليف ډیپارټمنټ ته منتق?? كړې شوي دي۔ د قبائلي ضلعو بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې غونډه په قطبي وزيرستان كښې وشوه او په نورو ضلعو كښې به غونډه راروانه اونۍ كښې كولې شي۔ ده ووئيل تر جون مياشتې ??ه د 5 څخه تر 6 اربه روپو منصوبو منظوري وركړې شي۔ د ټولو ضلعو دوهم كمشنرانو ته هدايت شوې دې چې د بحالۍ منصوبو رفتار تند كړي۔ بلخوا د زده كړو او روغتيا په 765 منصوبو كار روان دې۔