اسلام آباد 31دسمبر (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې 2018 د زړه پورې سياسي بدلون كال ثابت شو٬او 2019 به پاكستان لپاره د خوشحالۍ كال وي٬د عمران خان په مشرۍ كښې په پاكستان د نړيوال ورورولۍ اعتبار زياتېږي٬د كرپشن نه پاك حكومت د پاكستان د رښتينې خوشحالۍ ضامن دې٬پاكستان په سيمه كښې ?? كشمير مسئلې حل او د امن حلو ځلو په لړ كښې ?? كرتار پور راهدارۍ پرانستلو غوندې ګامونه پورته كړې دي كوم چې نړۍ ستائېلې دي۔د نوي كال پېل كېدو په موقع په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل تېرو حكومتونو پاكستان د تباهۍ په لار روان كړې او هغوي د پاكستان خزانه يوازې ذاتي ګټو له كار??لې??هېواد ته زيان رسولې۔ده ووئيل د پخوا حكومتونو په هېواد كښې ??اسې بې سوده پروژې ??ېل كړي چې ګټھ يې يوازې د هغوي ذات ته رسېدله او د تعليم٬صحت٬ اوبو٬كركيلې او صنعت غوندې څانګې نظرانداز كړي دي د كومې نتيجه چې نن د پاكستان اولس يو پلو د تعليم صحت او د څښكلو پاكو اوبو نه محروم كړې نو بل خوا د كركيلې او صنعت په څانګو كښې ?? جمود په وجه معاشي ستونزو سره مخ وي۔ده ووئيل نوې كال به د پاكستان معيشت لپاره د رامخې ته كېدو كال وي او هېواد به په سم لوري پرمختګ وكړي