لاهور 17 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اسلام اصل روح رامخې ت?? كولو په ضرورت ټينګار كولو سره وئيلي دي چې حكومت ناموس رسالت ته د تحفظ وركولو محافظ دے٬ حكومت به د ناموس رسالت او د سپكاوي د قوانينو د غلط استعمال په مخ نيوي كښ?? موثر كردار ترسر?? كولو لپاره علماكرامو سره مشاورت كوي٬ علما دې حكومت سره په مرسته كښ?? دا خبره باوري كړي چې مقدس نظريات په هېواد كښ?? تنازعات پېدا كولو او امن او امان ته زيان رسولو لپاره نه شي استعمال كېدے٬ سېرت النبي ﴿ص﴾ او اسوه حسنه د خلقو د حقونو او د ټولنې د امن ضمانت وركوي۔ ده دا خبرې د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښ?? ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري م??مد سرور هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل چې په ټول هېواد كښ?? به د مدرسو او جوماتونو د رجسټرېشن عمل د ملكي قوانينو له مخې په سپېځلي ډول زر ترسره كړے شي۔ علامه ايوب صفدر د علماو د پلاوي لخوا باور وركړو چې علما كرام به پاكستان فلاحي رياست جوړولو او په هېواد كښ?? امن او امان باوري كولو لپاره حكومت سره هر ډول ممكنه مرست?? كوي۔ د پنجاب ګورنر په دې موقع ووئيل چې حكومت به د ناموس رسالت پوره تحفظ كوي۔ د اسرائيل تسليم كولو په اړه پ?? كوم تجويز غور نه كېږي۔