بيجنګ 03 نومبر (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان د چين د قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن لي ژانګ شو سره د چين په لويې عوامي هال كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم د دورې په ماهل د ده او د ده د پلاوي د چينائي كوربتوب او د رواياتي تود هركلي ستائنه كړې۔ده د حكمرانۍ بهترۍ٬د غربت خاتمې او د بدعنوانۍ د مخ نيوي په كمپائن كښې د چين كامي??بۍ ستائېلو سره دا د چينائي پرمختګ د ماډل بنيادي عنصر ګرځولې۔وزيراعظم عمران خان د پاكستان په اقتصادي پرمختګ ا?? خوشحالۍ كښې د سي پېك كليدي كردار هم ستائېلې۔وزيراعظم ووئيل چې حكومت سماجي اقتصادي پرمختګ او د ورځني ژوند پروژو ته خاص پام كړې۔ده هيله څرګنده كړه چې د خاص اقتصادي ځايونو او د صنعتي مرستې سر?? به د دواړو هېوادونو اولس لپاره نوې موقعې په لاس راشي۔د قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن پاكستان سره د اړيكو ?? مضبوطيا د عزم څرګندونه كړې او وئېلې يې دي چې د سي پېك پرمختګ سر?? به دا اړيكې لا استحكام ترلاسه كړي۔ده ووئيل چې چين به په هر ډول حالاتو كښې د پاكستان ملګرتيا كوي۔د ملاقات په مهال وزيراعظم او قامي پيپلز كانګرېس چيئرمېن د پارل??ان?? روابطو او د شريكو ??ورو د لړۍ مخ په وړاندې بوتللو اتفاق وكړو۔دوي په دې خبره هم اتفاق وكړو چې په پارل??ان?? كچه د پلاوو تبادلې٬د دوه ړاخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره كليدي كردار ترسره كولې شي۔دواړو مشرانو سياسي٬كلتوري٬تعليمي او اولسي كچه د اړيكو ??و مرستې لا پراخا كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔(