اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم ع??را?? خان وئيلي دي چې پاکستان به په هر سخت وخت كښې د سعودی عرب سره ولاړ وي، پاکستان به كوم هم بل هېواد په سعودی عرب بريد كولو ته پري نه ږدي۔ سعودی ګزټ سره خپله يوه مركه كښې د حوثی ياغیانو بروندونه كوم چې پرله پسې په سعودی عرب توغندي وروي او تر دې چې د حرم په نښه كولو هم هڅه كوي په اړه د پوښتنې په ځواب وزیر اعظم ع??را?? خان ووئيل‘‘دا زمونږ د ټولو حکومتونو ښكاره مؤقف دې چې چا له به هم په سعودی عرب د بريد اجازه ور نه كړې شي بلکه مونږ به تل له د سعودی عرب سره ولاړ يو’’ ۔ د مينځني ختيز شخړے په اړه وزیر اعظم ع??را?? خان ووئيل د اسلامي هېوادونو ترمينځه په شخړو دړديږو او پاکستان به اسلامي نړۍ يو بل په رانزدې كولو كښې مصالحتی کردار ترسره كوي خو ع??را?? خان په دې خبره زور راوړلو سره ووئيل چې مونږ د شخړو په پوځي حل باور نه لرو او دا ګڼو چې د ټولې شخړې په سیاسی ډول حل كېږي۔ ده ووئيل د یمن شخړه كښې مثبت کردار ترسره كيدې شي۔ د سعودی عرب سره د اړيكو په اړه وزیراعظم ع??را?? خان ووئيل د سعودی عرب حکومت په هر سخت وخت كښې د پاکستان سره مرسته كړې۔سعودی عرب تل زمونږ بشپړه مرسته كړې او سعودی عرب سره خاص اړيكې لرو۔ د پاکستان اولس سعودی عرب يو محفوظ او سوكاله هېواد ليدل غواړي۔ د وزیر اعظم په حيث خپلې وړومبنۍ غیر ملکی دورې لپاره د سعودی عرب په انتخاب د پوښتنې په ځواب ع??را?? خان ووئيل ټولو مسلمانانو په زړونو كښې سعودی عرب خاص مقام لري او هم دغه وجه ه چې هر د يو مسلمان لارښود د مکې او مد??نې دورہ يو فطری عمل دې۔ده ووئيل زه د ??ادم الحرمېن الشریفېن په خاص بلنه سعودی عرب ته راغلې يم او د يو مسلمان مشر په حيث د مکې او مد??نې دورہ زما لپاره ضروری وه۔د خپل نوې پاکستان په وژن خبرو كښې ده ووئيل زمونږ د تګلارې مقصد غريبي او ??دع??وانی ختمول ،بشري وسائلو كښې سرمایه کاری او د قوي ادارو جوړول دي۔ده ووئيل پاکستان يو داسې فلاحی ریاست جوړول زما خواب دې چې پكښې انصاف او میرټ وي۔ وزیر اعظم ع??را?? خان د سعودی عرب د ??دع??وانۍ مخنيوي كمپائن ستائلو سره ووئيل ??دع??وانی په هېوادونو كښې د غريبۍ لوي سبب دې۔ده ووئيل زمونږ حكومت په هېواد كښې د بد عنوانۍ مخنيوي يو لوئ كمپائن پيل كړې۔