پیښور 12جولائی (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك په 25 جولائي ټول ټاكنو كښې د برخه اخستونكو كانديدانو او په خاص توګه د سياسي ګوندونو اعلٰی قيادت لپاره د كوټلي امنيتي انت??ام??تو سپارښتنه كړې ده ۔ده د صوبائي سرښار پیښور يوه ورځنۍ دوره وكړه او په پېښور كښې د ترهه ګرۍ اوسنې پیښې په تناظر كښې د صوبائي حكومت د اړخه د شوو اقد??ما??و ئې جاج واخست۔د پیښی په نتيجه كښې ??ې د عوامي نېشنل ګوند لارښود هارون احمد بلور پشمول 22 كسان شهيدان شوي وو۔وزيراعظم په دې پیښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مهاله وزيراعلٰی جسټس(ر)دوست محمد خان سره ملاقاتونه هم وكړل۔نګران داخله وزير اعظم خان هم وزيراعظم سره مل??رے ؤ ۔وزيراعظم ته د صوبائي حكومت د اړخه د پورته كړو اقد??ما??و په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔