اسلام آباد 03جولائی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي تيونس د افريقي او نړۍ مهم هېواد او د پاكستان ښه ملګرې دے٬دې لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پشمول بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتوالو لپاره كوټلې تګلارې جوړولو ته اړ??يا ده۔اولس مشر دا خبره د تيونس لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير محمد ??سن سره خبرو كښې كړی چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ليدلې وؤ۔اولس مشر ووئېل پاكستان تيونس سره ښې اړيكې لري د كومو لا زياتوالي له چې پرله پسې كار كولو ته اړ??يا ده دغسې چې شريك تجارت٬تعليم او كلتور په اړه مرسته لا زياته شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان او تيونس يو ډول حالات او ماحول لري چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې پراخا امكانات شته د كومې څخه ګټې پورته كولو له چې پھ زړه پورې كار ته اړ??يا ده۔ده سفير ته سپارښتنه وكړه چې پھ دې لړ كښې منصوبه بندي وكړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو له د تجارتي پلاويو تګ راتګ ته دې پام لرنه وكړې شي۔