اسلام ??باد۔ 29 مئی(اے پی پی) قامي اسمبلۍ هر كال د روژې مباركې 15 مه نېټه د يتيمانو ورځې په توګه د لمانځلو قرارداد ??ه يوه خله منظور كړو ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ (ن) غړي ملك ابرار احمد د معمول كارروائي ودرولو سره د ق??ارداد ??ړاندې كولو تحريك وړاندې كړو۔ ددې منظورۍ څخه وروستو ده ايوان ته قرارداد ??ړاندې كړو چې دا ايوان په متفقه توګه حكومت څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د روژې مباركې مياشتې 15 نېټه د يتيمانو ورځ په توګه د لمانځلو اعلان وكړي۔ قرارداد ??ښې ووئيلې شو چې په ټوله نړۍ كښې 42 لكهه كوچنيان يتيمان دي او د يونيسف د يوې سروے ترمخه هر 30 سېكنډ كښې دوه كوچنيان يتيمان كېږي۔ د ترهګرۍ ٬ قدرتي آفتونو او رنځونو په سوب پاكستان كښې د يتيمانو شمېره كښې زياتوالې كېږي۔ او آئی سی هر كال 15 رمضان المبارک د يتيمانو نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې۔ قرارداد ??ښې وئيلې شوي چې د يتيمانو كوچنيانو تعليم او تربيې له دې مناسب ګامونه پورته كړې شي۔ د مذهبي چارو وزارت ٬ علماﺀ كرام ??و ??شا??خ دې په ګډه په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د رمضان 15 نېټه دې په سركاري او غېر سركاري كچه د يتيمانو ورځې په توګه ولمانځلې شي۔ قرارداد ايوان ته وړاندې كړې شو د كوم چې په متفقه توګه منظوري وركړې شوه