پېښور 27 مئي (اے پي پي) اعلی وزير پروېز خټك د فاټا خېبر پختونخوا كښې په ضم كېدو مباركي وړاندې كولو سره وئيلي د فاټا په انضمام م??اركي وړاندې كوم ۔ په نګران سېټ اپ ټولو سره مشاور له چمتو يم۔ صوبا??ي اسمبلۍ كښې د خپلو خيالاتو څرګندونې په مهال اعلی وزير پروېز خټك ووئيل د فاټا اصلاحات چې كوم هم ګوند حمايت كړې هغې ته مباركي وركوم۔ د اېف سي آر د لارې په قبا??ي اولس ظلم كېدو په فاټا اصلاحات يو كال ??خه ميټنګز روان وو۔ په آخري ميټنګ كښې مو د فاټا انضمام له په بشپړ ډول غږ پورته كړو۔ د فاټا اصلاحات په اړه دا خبره په ډاګه نه وه چې دغلته به فنډز څوك لګوي۔ زمونږ په وړاندېز عمل درآمد كېدو سره پرېكړه وشوه چې فا??ا كښې به سږ كال د لوكل ګورنمنټ او راروان كال كښې د صوبا??ي اسمبلۍ ټاكنې وي۔ دغسې د فاټا پرمختيائي فنډ به هم د لوكل ګورنمنټ او د اسمبلۍ غړو د مرضۍ تر??خه ولګولې شي۔ ده ووئيل زه حېران يم افغانستان ددې بل مخالفت ولې كوي۔ ددوئي دې سره څه كار دے۔ ده ووئيل زه مولانا فضل الرحمن ته هم وايم چې هغه هم په دې حقله سوچ وكړي۔ ده ووئيل وفاق وعده كړې چې تر 5 كاله به پا??ا كښې كوم ټېكس لګولې نه شي او دې ??خه وروستو دا د پراختيا وړ دے۔ ده ووئيل زمونږ به هڅه وي چې د ټېكس استثنی موده لس كاله كړې شي۔