اسلام آباد۔ 18 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي چې شپږم بجټ وړاندې كول مونږ لپاره د درناوي خبره ده۔ د معاشي پرمختګ س??ر به جاري وي او اولس سره كړې ټول لوظونه به پاللې شي۔ د جمعې په ورځ ?? وفاقي بجټ منظورۍ څخه وروستو په خپلو مختصر خبرو كښی ده ووئيل د لوئے څښتن شكر ادا كوم چې مونږ ته ئې د پرله پسې 6 م بجټ وړاندې كولو او د هېواد او اولس خذمت توفيق راكړو۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شریف او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د وژن په سوب مو د معاشي پرمختګ س??ر كړې۔ هيله لرو چې دا سفر به سباؤن كښې هم جاري وي۔ ده د بجټ په تيارۍ كښې په مرسته كولو د پارلماني غړو ٬ سپيكر ٬ د سېنېټ غړو او د اړوند ادارو چارواكو او عملې مننه وكړه۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ ٬ سېنټ ٬ پي ټي وي ٬ پي ??ئي اے ٬ سي ډي اے ٬ اے پي پي ٬ رېډيو او د پي ??ئي ډي په شمول د بجټ سېشن په مهال پارلېمنټ هاؤس كښې خذمت ترسره كوؤنكو ټولو ملازمينو ته به د 5 بنيادي تنخاګانو برابر اعزازيه وركولې شي۔ په دې مهال سپيكر ووئيل تېره اعزازيه هم ترلاسه شوې نه ده۔ په دې وفاقي وزير ووئيل د اعزازيې دا رقم به د حكومت مودې ترسره كېدو څخه وړاندې ادا كړې شي