اسلام آباد ۔30اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه تر دې دمه د 2 کھرب 53 ارب 98 کروړ 23 لكهه روپو څخه ??يا?? فنډز جاري كړي دي۔ حکومت د روان مالي كال په مهال د نېشنل هائي وے اتھارټي پرمختيائي پروګرامونو له د 3 کھرب 24 ارب 72 کروړ روپو څخه ??يا?? فنډز بېل كړي دي۔ د پلاننګ کمېشن جاری كړې شمېرو ترمخه حكومت په اېن5- ??ل جوړولو له 3 ارب 63 کروړ، فېصل آباد۔خانیوال اېکسپرېس وے ج??ړولو ر له يو ارب، یکمچ۔خاران روډ جوړولو له 2 ارب 70 کروړ، ګرم چشمه روډ ??ترال له 80 کروړ، ایون۔ بمبوریت چترال روډ جوړولو له 80 کروړ، د سی پېک تر سېوري لاندې ډی آئی خان موټروے ج??ړولو له 30 ارب 43 کروړ، کوټ پنډی داس انټرچینج جوړولو له 70 کروړ، لیه۔ تونسه برېج جوړولو له يو ارب 50 کروړ، سیالکوټ۔لاهور موټروے ج??ړولو له 14 ارب 25 کروړ، انډس هائی وے دو رویه كولو له 2 ارب 50 کروړ، د سی پېک تر سېوري لاندې جګلوټ سکردو روډ جوړولو له 5 ارب 91 کروړ، لاهور ایسټرن بائی پاس جوړولو له 7 ارب 92 کروړ، لاهور عبدالحکیم سېکشن جوړولو له 45 ارب، لواری ټنل ته رسېدونكو سړكونو له 4 ارب 11 کروړ او ټھوکر نیاز بېګ روډ جوړولو له د 5 ارب روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړي دي۔