اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په سياسي استحكام كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ م??نږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو مع??شت??نو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ يو ??ېم??نار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان په معاشي لحاظ تل چېلنجونو سره مخ پاتې شوې٬ په كال 2013م كښې شرح ??مو په 3.5 فيصد ودرېدلې وه خو د تېرو پنځو كلونو مهال د حكومتي اقداماتو او غوره پالېسو په نتيجه كښې پاكستان د تېرو دريالس كلونو په مهال په لوړه شرح ??مو ترلاسه كولو كښې بريالې شوے۔ ده ووئيل چې نن د پاكستان شرح ??مو 5.8 فيصد ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې د معيشت استحكام او په نړيواله كچه د چېلنجونو مخ نيوي لپاره سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل ضروري دے۔ ده ووئيل چې ده په ذاتي توګه د لوړو زده كړو بجټ د 35 ارب نه زياتولو سره 45 اربه روپې كړے۔ ده ووئيل چې په سياسي استحكام كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ م??نږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو مع??شت??نو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔