اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې حكومت په ټول هېو??د كښې د ټولو عقيدو خلقو ته مك??ل مذهبي آزادي او اقليتونو ته امنيت وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبره په ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال كښې د بيساكي درې ورځني فېسټول وروستې دستورې ته په خپل?? وېنا كښې وكړه۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير په دې موقع خاص مېلمه و۔ په وروستې دستوره كښې د هند څخه راغليو دوه زر?? او د اروپا څخه درې سوه سكهـ او هند ياتريانو پشمول د پاكستان نه د زرګونو په شمېر سكهانو او هندو زائرينو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند د عرس په دستورو كښې پاكستاني زائرينو ت?? وېزې جاري كړې خو سره د دې هم پاكستان د هند سكھـ ياتريانو ت?? وېزې جاري كړې۔ ده ووئيل چې مونږ مك??ل مېلمستيا او امنيت سره د ګاونډي هېواد نه د راغليو مېلمنو هركلې كوو۔