باؤ (چين) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي تېل ا?? ګاز څانګه سي پېك پروژه كښې ځانګړې حېثيت لري٬د چين سرمايه كارې كمپنۍ دې زړه راښكونكې اسانۍ لرونكې د برېښنا څانګې پرمختګ كښې همكاري وكړي۔ده دا خبرې د نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن آف چائنه ايډمنسټرېټر نوئر بيكلے سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم په پا??ستان كښې د توان په كمي قابو موندلو لپاره د سي پیك د توان پروژو كردار وستائېلو او په دې لړ كښې د چينائي حكومت او اېن اي اے د مرستې مننه وكړه۔ده ووئيل دا پروژې برېښنا وركوي او د پا??ستان په شمال كښې د ا??بو څخه د برېښنا پېدا كولو او پھ جنوب كښې په تر ضلع كښې د ځايې سكرو په بنياد په پروژو كار روان دے۔ده ووئيل په پا??ستان كښې د سكرو٬اوبو٬شمسي توان او د هوا څخه د برېښنا پېدا كولو پراخا موقعې موجود دي۔وزيراعظم د دواړو خوا د توان پوهانو ترمينځه په تبادله خيال د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل نجي څانګه د پا??ستان د معيشت په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل اوسنې حكومت قوي پا??ېسي فريم ورك معرفي كړی۔وزيراعظم د اېن اي اے او د پا??ستاني حكومت ترمينځه د مرستې لا مستحكمېدو له هيله څرګنده كړه۔ده د چين سرمايه كارو او كمپنو ته بلنه وركړه چې د پا??ستان د برېښنا څانګې د پرمختګ په عمل كښې همكاري وكړي۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پا??ستان سفير مسعود خالد ا?? نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو