اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) ریئر اېډمرل عمران احمد د پاكستان نېوي لاجسټکس کمانډ مشر په حېث خپلې ذمه وارۍ په غاړه واخستې۔ د كمانډ ??دلون درنه دستوره په پی اېن ډاکیارډ كښې وشوه۔ كومه كښې چې وظيفه ترسره كوؤنكي کمانډر لاجسټکس ریئر اېډمرل ساجد وزیر خان خپلې ذمه وارۍ نوي غوره كړې شوي كمانډر لاجسټكس ته وسپارلې۔ د کمانډر لاجسټکس په حېث ریئر اېډمرل عمران احمد به د پاک بحریه ??ولو يونټس ٬ جهازونو او اسټېبلشمنټ?? لاجسټک سپورټ او بيا رغونې او مېنټېنېنس اسانيو نګران وي۔ د دستورې په مهال نوي غوره كړې شوي كمانډر لاجسټكس ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ وروستو د يونټس ټول مشران نوي كمانډر لاجسټكس سره معارفي كړې شول۔ دستوره كښې د پاك سمندري ځواك افسرانو ٬ سېلرانو او ګڼ شمېر سوېلين ملازمينو ګډون وكړو۔