اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم د فيس ستنولو س??يم په كاميابۍ د اطمينان څرګندونه كړی او د ځوانانو س??الرانو د جوش او جزبې يې ستائنه كړې۔وزيراعظم سره د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د سكيم څخه داستفاده كونكو س??الرانو پلاوي د وزيراعظم د يوت پروګرام مشرې ليلٰی خان په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع وزيراعظم ته د وزيراعظم د يوت پروګرام مشرې ليلٰی خان بريفنګ وركولو سره ووئيل چې تراوسه 1 لك 49 زره 695 زده كونكو ته د دوي د فيس ستنولو عمل ترسره شو?? چې پكښې 6 زره 631 د پي اېچ ډي 37 زره 663 د اېم فل او اېم اېس سكالران او 1 لك 15 زره 401 د ماسټر پروګرام زده كونكي شامل دي۔دا زده كونكي د اسلام آباد په تعليمي ادارو چې پكښې قائداعظم پوهنتون٬فاطمه جناح وويمن پوهنتون٬نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي٬ نړيوال اسلامي پوهنتون٬كامسيټس او نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې زده كړې كوي۔په دې زده كونكو كښې د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان٬قبائېلي سيمې او د سندھ د كلي والو س??مو زده كونكي شامل دي۔د وزيراعظم د فيس د ستنولو س??يم له مخې د 114 كم پرمختلليو ضلعو د پي اېچ ډي٬اېم اېس او د اېم فل د سكالرانو فيس وفاقي ح??ومت د لوړو زده كړو كميسون د لارې ادا كوي