اسلام آباد ۔ 6 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د شنګھائی مرستې تنظیم (??ېس سی او) رابطو زياتولو لپاره د ګامونو ملا??ړ كولو سره سي پېك د ??ېس سي او 6 منظور شوو لارو سره د تړلو وړاندېز كړے دے ۔ كوم به چې يورو اېشيا ٬ چين روسيه او منځنۍ آسيا بحيره عرب سره د تړلو ذريعې صلاحيت لا زيات كړي۔ دا خبره ده د ??ېس سي او عم??مي سېكتر راشد عليموف سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ وزیراعظم دفتر كښې ده سره ملاقات وكولو۔ د پاكستان د ??ېس سي او غړي جوړېدو نه پس دا د ??ېس سي او د عم??مي سېكتر پاكستان ته وړومبنر راتږ دے ۔ وزیراعظم د ??ېس سي او د غړي جوړېدو عمل له په ملاتړ د عم??مي سېكتر مننه كولو سره د كلتوري تنوع او د شريك پرمختګ مقصد لپاره په شريك احترام ٬ ګټه او يووالي اډانه ”جذبه شنګھائی” لپاره د خپل عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان د ??ېس سي او او د غړو هېوادونو سره تاريخي ٬ كلتوري رابطې او مضبوطې اقتصادي اړيكې شته۔ د ??ېس سي او په ټولو هلو ځلو كښې د پاكستان فعاله ګډون په ډاګه كولو سره وزیراعظم د دې خبرې ستائنه وكړه چې ??ېس سي او په نړيواله كچه خپل ځان يو مهم او د مؤثره كردار لرونكي تنظيم په حېث ثابت كړې۔په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ امنيتي او د ترهګرۍ مخنيوي مرستې په اړه دا تنظيم د نورو نړيوالو تنظيمونو څخه ممتاز شوې۔ وزیراعظم د ??ېس سی او ډوېلپمنټ بېنک، ??ېس سی او ډوېلپمنټ فنډ، ??ېس سی او بزنس کونسل او ??ېس سی او انټر بېنک کنسورشیم جوړولو او د كم او منځوماني حجم كاروبار په لړ كښې د ??ېس سي او پشمول د تنظيم د نورو ګامونو ملاتړ وكړو۔ د ??ېس سي او د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايزې بنيادي اډانې ملا??ړ كولو سره وزيراعظم د انتها خوښۍ ٬ بېلتون خوښۍ او ترهګرۍ مخالفت له د خپل عزم پخلې وكړو۔ عم??مي سكېتر د ??ېس سي او په هلو ځلو كښې د پاكستان د فعاله ګډون ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان په ډول هېوادونو شموليت سره ??ېس سي او لا قوي شوې۔ كوم چې د بېن العلاقائی او بېن البراعظمی تنظیم په حېث رامخې ته شوې او په نړيوال سياست كښې ګڼ اړخيزه كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل ??ېس سی او د ترهګرۍ او نشائي توكو مخنيوي ٬ اقتصادي خوبو او مواصلاتي رابطو په اړه د پاكستان د تجربې څخه استفاده كولې شي۔