اسلام آباد ۔ 13 مئی (اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) اېم ډي مسعود ملك وئيلي دي د نوي او سټېټ آف دي آرټ ټېكنالوجيز او كميونيكېشن سسټم په سبب نړۍ تندۍ په نړيال كلي بدلېږي۔ په دې ډيجيټل دور كښې د ابلاغ ذريعو په شمول د ژوند په هره څانګه كښې انقلابی بدلونونه رامخې ته كيږي۔ په نړۍ كښې نيوز ايجنسيز له په دې م??اب??تي چاپېرچل كښې اے پي پي د “پاكستان : موقعو او چېلنجونو” په سرخط د دوه ورځني انټرنېشنل كنفرنس آف نيوز ايجنسيز اهتمام كړې۔ اے پي پي به سباؤن كښې كشميري ٬ چينائي او فارسي ژبو كښې د سروسز ٬ ډيجيټل نيوز ډسپلې سكرينز ټرېننګ سروسز ٬ ميډيا ٬ ايجوكېشن فېسېلېټيز او د خبرونو يو بل سره د ګډولو لوظنامو ته پراختيا وركوي۔ ده د اتوار په ورځ د “پاكستان : موقعو او چېلنجونو” په سرخط دوه ورځني انټرنېشنل كنفرنس آف نيوز ايجنسيز (آئي سي اېن اے) ته خطاب كولو۔ د كنفرنس پرانسته د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وكړه۔ د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه د پرانستې دستوره كښې خاص مېلمه ؤ۔ په دې مهال د اطلاعات اېډيشنل سېكتر شفقت جليل ٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت او اے پي پي چارواكي هم موجود وو۔ آئی سی اېن اے كښې د چین، انډونیشیا، آذربائیجان، ایران، رومانیه، اومان، بلغاریه، ترکی، مصر، قزاخستان، لبنان، سوډان، تیونس، سعودی عربستان او سوريه په شمول 16 هېوادونو څخه 20 استازي ګډون كوي۔ د اے پي پي اېم ډي كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو غېر ملكي استازو ته هركلې ووې۔ ده ووئيل د اے پي پي هېډ كوارټر اسلام آباد كښې دے او بېوروز په پنډی، لاهور، کراچۍ، پېښور ، کوئټه ،ملتان ، فیصل آباد او ګلګت كښې لري۔ په ښكته كچه داے پي پي سټېشنز لاړکانه، مظفرآباد، سرګودھا، اېبټ آباد، سیالکوټ، بهاولپور او سکھر كښې كار ك??ي۔ ده ووئېل په نړيواله كچه كورېج له نمائندګان په واشنګټن، لندن، نوي ډيلي او بيجنګ كښې په ځائې كړې شوي ۔ دې سره سره د ملګرو ملتونو صدر دفتر نيويارك ٬ برسلز او جده كښې هم د اے پي پي نمائندګان موجود دي۔ ده ووئېل اے پي پي خپلو هلو ځلو ته پراختيا وركولو له ډیجیټل سیټلائټ نیوز ګېدرنګ ( ډی اېس اېن جی) وهیکل، ارتھ سټېشن او د ایډیټنګ نوې آلات تر??اسه كړي چې په مرسته ئې د مهمو ايونټس نېغ په نېغه كورېج كولې شي۔ دې سره سره اے پي پي په تجرباتي توګه وېب ټي وي هم چلوي۔ ده ووئېل د ابلاغ قامي ذريعو ته جاري كېدونكې خبرونه هم زيات شوي۔ دې سره سره اے پي پي كښې مانیټرنګ سېکشن هم موجود دے كوم چې په يو وخت يو درځن نيوز چېنلز مانيټر ك??ي۔ ده ووئيل اے پي پي 40 غېر ملكي نيوز ا ايجنسو سره د خبرونو ګډولو لوظنامه لرې۔ د اے پي پي نړيوالو نيوز ايجنسيو سره د مفاهمت په 17 يادښتونو هم غور رون دے۔ مسعود ملك ووئيل د منځني ختيز د ابلاغ ذريعو لخوا د اے پي پي د عربي سروس فيډ بېك هم مثبت دے۔ ده ووئيل د كنكټويټي اعتراف د موجوده دور تر ټولو مهم شناخت دے۔ دې كنفرسن سره به د هغه ټيكنيكل او پروفېشنل څانګو تعين له مرسته تر??اسه شي كومې چې مرسته زياتولو او د خبرونو تبادلې په ډول څانګو له ضروري دي۔ د ارپي پي ايم ډي ووئيل په نړيواله كچه بدلونونو تر مخه اے پي پي د قامي خبر رسنې ادارو سره د نزدې فعاله اړيكو جوړولو ګام پورته كړې چې وسره به يو اړخ ته د ټولو ګډون كوؤنكو خبر رسنيو ادارو خبرونه جمع كول زيات شي او بل اړخ ته به د ګډون كوؤنكو هېوادونو نكته نظر ته لا پراختيا تر??اسه شي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې ددې كنفرنس بېلو ناستو په مهال به تاسو د موقعې څخه ګټه پورته كرې او په بشپړه توګه به يو بل سره د خيالاتو څرګندونه وكړې او سباؤن كښې به د دې ډول كنفرنسونو جوړولو مېكنزم له ګامونه تجويز كړې۔ ده ووئيل د خبر رسنو ادارو سره تړلې خبريالان د بېلو هېوادونو او سيمو اولس يو بل ته نزدې كولو له فعاله كردار ترسره كولې شي او هغوي دا كار د سياسي ٬ اقتصادي او كلتوري معلوماتو وركولو سره كولې شي۔ده ووئېل دې سره به بېلو هېوادونو ګډون كوؤنكو ته د پاكستان ٬ د سماجي ٬ اقتصادي ٬ سياسي او د پاكستان د تر??ګرۍ او شدت خوښۍ په ضد د روان جنګ په اړه معلومات تر??اسه شي۔ مسعود ملك ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې پاكستان دې عناصرو ته د ماتې وركولو مقصد تر??اسه كولو كښې بريا موندې او پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو سازګار چاپېرچل جوړ شوې۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه ايزه او نړيواله كچه هم لويو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل د سي پېك او په نړيواله كچه د جیو سټرټیجک بدلونو??و د سوئيلي آسيا په هېوادونو هم اثرات مرتب كېږي۔ ځكه آزادې او خپلواكه نړۍ له ضروري ده چې هغه ټولو سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو او واقعاتو ته په حقيقي تناظر وګوري او خپل اولس ته په دغه لړ كښې معلومات وركړي۔ ده ووئيل په دې كنفرنس كښې د 22 هېوادو??و د ميډيا پوهاند ګډون كوي چې ورسره به د دې ادارو تر??ينځه د ميډيا مرستې عمل تند شي او د دوئي تر??ينځھ د خبرونو ٬ وېډيو ٬ فوټوز او د آئيډياز ګډولو د لارې به د غوره مرستې بنياد جوړ شي۔۔ د ار پي پي ايم ډي مسعود ملك ووئيل كنفرنس كښې چې كوم مركزي موضوعات او بنيادي عنوانات اېښودلې شوي دې سره به ګډون كوونكو ته د پاكستان حقيقي عكس او په ترھګرۍ او شدت خوښۍ قابو موندلو له د پاكستان كاميابۍ ورمخې ته شي