اسلام آباد ۔ 25 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او قزاخستان خپلو كښې په شريك باور او تفاهم اډانه نزدې او د ملګرتيا اړيكې لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په شمول اقتصادي رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د قزاخستان نوي سفير بارلي بې سادېقوف سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ وزيراعظم آفس كښې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د قزاخستان نوي سفير ته مباركي وركولو سره هيله ولرله چې هغه به د پاكستان او قزاخستان ترمينځھ موجوده اړيكې لا قوي كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده د قزاخستان مشرتابه او د اولس پرمختګ او س??كا??ۍ له د نې??و هيلو څرګندونه هم وكړه۔ سفير د قزاخستان د مشرتابه ??خوا نيكې هيلې وزيراعظم ته ورسولې۔ ده ووئيل قزاخستان پاکستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده د مواصلاتي رابطو او راهداري تجارت لوظنامو په شمول پاكستان سره د تجارتي او اقتصادي ا??يكو وده كښې د خپل حكومت خوښي په ډ??ګه كړه۔ ده وزیراعظم د اولس مشر نور سلطان نذر بایوف د قزاخستان پرمختيائي حكمت عملۍ 2050ء په اړه هم خبر كړو۔ وزیراعظم سفير لپاره د نې??و هيلو څرګندونه وكړه۔