اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬اروپائي ائتلاف په پاكستان كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو په لړ كښې د قدر وړ مرسته كړې٬په پاكستان كښې عسكريت خوښۍ او عسكريت خوښو لپاره هېڅ ځاې نشته٬پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره پوره اخلاص سره كار كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ د هر شكل مزمت كوي او دې مقصد لپاره د پاكستان د خاورې كارول كېدو سوال هم نه پېدا كېږي۔ده دا خبرې د اروپائي ائتلاف د عسكري كمېټۍ چيئرمېن جنرال ميخائل كوستاراكوس سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په د?? موقع د دفاع وزارت او د ا??وان صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل چې د جنرال ميخائل كوستاراكوس دورې سره به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په دفاع كښې د مرستې نورې لارې هم پرانستلې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين د ا??تصادي لارې پروژه د منطقې د ا??تصادي پرمختګ٬استحكام او د خوشحالۍ پروژه ده٬په بشپړه توګه د دې پروژې فعاله كېدو سره به ??ه منطقه كښې ناامني ختمه شي۔اولس مشر په افغانستان كښې د اروپائي ائتلاف د غړو هېوادونو ښه كردار وستائېلو او وې وئېل چې هيله ده د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه به ??ه سباؤن كښې د مرستې لړۍ روانه وي۔اولس مشر ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو غېر معمولي ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ده په كنټرول لائن او وركنګ باؤنډري د هند په خلاف ورزۍ او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سړغړونو اندېښنه وښودله او وې وئېل چې نړيواله ټولنه د?? د دې مخ نيوي لپاره خپل كردارترسره كړي