لاهور/ فېصل آباد 20 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پرمختګ لپاره جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولو سره وئيلي دې د حكومت په مستحكمو پاليسيو كښې د تسلسل غوره نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوې ٬ پرمختګ لپاره جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولې شوې ٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ ټول ټاكنې به په وخت كېږي٬ ??ه بېلا بېلو څانګو كښې خارجي سرمايه كاري د حكومت په زړه پورې پاليسيو د باور څرګندونه ده٬ حكومت سرمايه كارو له هر ممكنه آسانۍ وركوي ٬ د هنډائي او ??شا?? ګروپ په اشتراك لګېدونكې دا وړومبنې جديد آټو موبائل اسمبلي پلانټ سره به نورو غېر ملكي كمپنو ته ترغيب وركړے شي۔ د شورو په ورځ فېصل آباد انډسټريل اسټېټ اېنډ مېنجمنټ كمپنۍ اېم تهري انډسټريل سټي چك جهمره فېصل آباد كښې ??شا?? ګروپ پاكستان او ساٶته كورين كار مېكر هنډائي ??شا?? كار پلانټ په اشتراك د 230 مېليونه ډالرو پلانټ د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير پروېز ملك٬ دوهم وزيران عابد شېر علي، طلال چوهدري، د پارلمان غړي ، نوميالي صنعت كار او كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ وزیراعظم د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل د حكومت د مثبتو پاليسو نتيجې رامخې ته كېږي٬ د هنډائي او ??شا?? ګروپ په سرمايه كارۍ د ھغوي مننه كوٶ٬ دا د حكومت په سرمايه كار دوسته پاليسيو د باور څرګندونه ده٬ ده ووئېل د حكومت په مستحكمو پاليسيو كښې د تسلسل نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوې ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د نجكارۍ پاليسۍ ډېرې كاميابې دي٬ د حكومت كار كاروبار كول نه دي٬ ??ه دې تناظر كښې پخواني وزيراعظم نواز شریف هېواد كښې د نجكارۍ عمل پېل كړې او نن هر څوك د ھغه خبره كوي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د سياسي عدم استحكام او په پاليسو كښې د عدم تسلسل له امله ستونزې رامخې ته شوې خو اوس د پاليسيو استحكام او د تسلسل په نتيجه كښې كاميابۍ ترلاسه كېږي او په بېلا بېلو څانګو كښې خارجي سرمايه كاري كېږي٬ ??زيراعظم ووئېل دا ھغه اصل پاكستان دے چرته چې سرمايه كار راروان دي او ځائي او خارجي سرمايه كار د حكومت په پاليسيو د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل جمهوري نظام بهترين آپشن ګرځولې شوې ٬ اوسني حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ ټاكنې به په وخت كېږي او اولس به پرېكړه كوي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د هنډائي سرمايه كار به د ځائي صنعتي څانګې پرمختګ لپاره ګټور وګرځي٬ حکومت سرمایه کارو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل اوسني حكومت د برېښنا او ګاز د لوډشېډنګ په بحران قابو موندلې او نن د موثره پاليسيو له امله هېواد كښې برېښنا آرزانه ده٬۔ ده ووئيل اوسني حكومت چې كله اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد كښې 580 كلوميټره اوږده موټروے فعاله وه او نن 1800 كلوميټره نه زياته اوږده موټروېز جوړه شوې او يا بشپړېدونكې ده۔ وزیر اعظم ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې هنډائي ??شا?? موټرز لپاره فېصل آباد كښې فېډمك انډسټريل سټي خوښه كړې شوې۔ ده ووئيل د فېصل آباد صنعتي او درآمدي او برآمدي اهميت نه مخ نشي اوړېدلې ۔ ده ووئيل د انډسټريل سېكټر په پاكستان باور بحال شوې چې د ټولو نه لوي سوب ئې د امن او امان غوره صورتحال دے۔ ده ووئيل حكومت د ادارو په مرسته په ناامنۍ تر ډېره حده قابو موندلې ۔ وزيراعطم د هنډائي ګروپ انتظاميې له هم باور وركړو چې دوې له به پاكستان كښې ټولې آسانے وركولې شي او ډېر زر به د موبائل سېكټر د سرمايه كارۍ د آثراتو نه مستفيد شې۔ ده ووئيل ځينې خلق د پاكستان منفي تشخص رامخې ته كوي ھغوي به ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د خپرونو نړيوالې ادارې چې څه خپرونې وړاندې كوي ھغه پاكستان نه دے بلكې حقيقي پاكستان دا دے چرته چې د ترهه ګرۍ او مسائلو خاتمه روانه ده ٬ د نړيوالې سرمايه كارې لاره هوارېږي او هېواد په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ وزیر اعظم د هنډائي او ??شا?? ګروپ يو ځل بيا مننه كولو سره ووئيل حكومت به ځائي او خارجي سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده صنعت كارو له هم باور وركړو چې دوې له به نه يوازې پرله پسې بلكې آرزانه برېښنا به هم وركولې شي۔ ده د نجي سېكټر ډاډګيرنې او په زرګونو كلوميټره اوږدو موټروېز او د نورو سترو لارو د بشپړولو هم باور وركړٶ دغسې چې د مواصلاتو په نظام كښې ښه والې راوستې شي۔ دې څخه وړاندې د ??شا?? ګروپ چيئرمېن مياں محمد م??شا?? ووئيل فېصل آباد انډسټریل اسټیټ ډویلپمنټ اېنډ مینجمنټ کمپني اېم تهري انډسټريل سټي چك جهمره فېصل آباد كښې د 230 مېليونه ډالرو په ماليت هنډائي ??شا?? آټو موبائل اسمبلي پلانټ د بنياد تېګه اېښودونكې ده او د ??شا?? ګروپ پاكستان او ساٶته كورين كار مېكر هنډائي موټر كمپنۍ په اشتراك سره لګېدونكې دا ??نص??به به په كال 2020 كښې د 800 سي سي ٬ 1000 سي سي او د نورو بېلا بېلو ماډلو او پاوررز د جديدو ګاډو جوړولو كار پېل كړي او د دې عظیم الشانه ??نص??بې بشپړېدو سره به په كلنه توګه 7 زره ګاډي جوړولې شي او دغسې 7 زره كسانو له به د روزګار موقعې وركولې شي ٬ د دې ??نص??بې د پرله پسې پراختيا نه پس به كال 2023 كښې د 500 مېليونه ډالرو څخه په كلنه توګه د جوړېدونكو ګاډو شمېره 20 زره ته ورسي ۔ د ??نص??بې پرانستې دستوره كښې د پنجاب ګورنر ملك محمد رفیق رجوانه ،د ??شا?? ګروپ مشر میاں محمد م??شا?? ، د فېډمك چیئرمین میاں محمد ادریس، د فېډمك چیف آپرېټنګ آفیسر ایم عامر سلیمې٬ د تجات وفاقي وزير محمد پروېز ملك ، دوهم وزيران عابد شېر علي، طلال چوهدری، جنېد انوار چوهدری ٬ د ملت ټرېكټر چيئرمېن سکندر مصطفی ٬ د پارلمان غړي ٬ د فصېل آباد چېمبر آف كامرس اېنډا انډسټري صدر بشیر حسین چاوله ، د ضلع كونسل چیئرمېن چوهدري زاهد نذیر ، د ميونسپل كارپوېشن ميئر رزاق ملك ، د فېصل آباد کمشنرد مومن آغا ، او نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔ دې څخه وړاندې اېم تهري انډسټريل سټي ته په رسېدو د هنډائي ??شا?? موټرز لېټډ لخوا وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په زړه پورې هركلې وكړې شو