نيويارك 21 ستمبر (اے پی پی) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتوينوګيټريز سره د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال هغه سره ئې د كشمير مسئله پورته كړه٬مقبوضه جمو كشمير كښې ?? هند د بشري حقونو پھ خلاف ورزيو اډانه دستاويزي شواهد يې هغه ته وسپارل۔وزيرا??ظم د ملګرو ملتونو په عمومي سېكتر زور راوړو چې د كشمير لپاره خاص استازې غوره كړي۔ده ووئيل هند د كوم هم ډول خبرو اترو ټولې دروازې بندې كړي۔وزيرا??ظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ?? هند امنيتي ځواكونو د اړخه د ډزبندۍ خلاف ورزيو په اړه هم خبر كړو۔وزيرا??ظم ووئيل د روان كال پھ مهال په لائن آف كنټرول 600 څخه زيات وارې خلاف ورزي شوې۔وزيرا??ظم ووئيل نن ?? هندي عسكرو پھ ??زو په اېل او سي څلور وګړي شهيدان شوي۔وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو د پاكستان او هند لپاره د ملټري آف ابزرور ډلې په پراختيا هم زور راوړو۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل پاكستان زيات عزيز دے٬څو وارې پاكستان ته تللې يم۔ده ووئيل ما په خپله د پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي عملياتو مشاهده كړی او په دې لړ كښې د پاكستان د هڅو اعتراف كوم۔ده ووئيل مونږ په پاكستان كښې د جمهوريت استحكام هم ستائيو۔عمومي سېكتر د پخواني وزيرا??ظم نواز شريف سره د خپلو ملاقاتونو زكر هم وكړو۔ده پاكستان كښې امن لپاره په هڅو د ملګرو ملتونو د اړخه پیرزوئنې هم وړاندې كړې۔